د بشري حقونو څار سازمان په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو ته په اشارې، د نوي تعلیمي کال پيل د افغان نجونو لپاره خواشینونکی بللی او د سرپرست حکومت له چارواکو څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي. دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د تېرو ۵۵۰ ورځو راپدېخوا نجونې له تحصیل څخه محرومې دي او په خبره یې د سرپرست حکومت چارواکو افغانستان د نړۍ په یوازیني هیواد بدل کړی چې نجونې پکې له منځنیو زده کړو منع دي. د بشري حقونو څار سازمان د نړیوالې ټولنې پر پاتې راتلو انتقاد کړی دی چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصولو په برخه کې اقدام نه دی کړی. د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې له متوسطه زده کړو څخه منع دي.
































