د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی او خلک دې دغو سیمو ته له هر ډول تګ راتګه ډډه وکړي. د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ۱۴۰۲ کال د وري میاشتې له ۶مې څخه تر ۷مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی. سرچینه زیاتوي، په یادو نېټو کې د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، اروزگان ترینکوټ، ارغنداب، لوګر، میدان وردګ،کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غوربند، پنجشېر، کونړ او لغمان سيندونو پر لارو او ځینو سیلبرونو کې د سېلابونو او اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی دی.
































