بيبيسي فارسي له ۸۲ کلونو وروسته خپلې راډیوي خپرونې بندوي. بيبيسي فارسي راډیو ځي، یوازې غږ پاتې کېږي په نوم د یوه مستند په خپرولو سره ویلي، دا پرېکړه یې د ډېجېټل برخې پر منځپانګې د تمرکز له ډېرولو او ستراټیژیکو بدلونونو رامنځته کولو وروسته کړې ده. تر دې مخکې بيبيسي عربي راډیو هم له ۸۵ کلونو وروسته خپلې خپرونې په همدې موخه ځنډولې وې.
































