د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په کابل کې پر دوه زره سوالګرو د مرستو د وېش پر مهال له غیر دولتي موسسو او کورنیو سوداګرو وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې له اړو کسانو سره مرسته وکړي. نوموړي د دغو مرستو د ویش پر مهال د سوالګرو راټولولو پروسه مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې د سرپرست حکومت لپاره اړینه ده چې د اړو کسانو لاسنیوی وکړي. هغه همداراز ټینګار وکړ، چې سرپرست حکومت د افغانستان د پرمختګ او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کار کوي. هغه د غير دولتي موسسو له مسوولينو او کورنيو سوداګرو وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کې له اړو کسانو سره مرسته وکړي.
































