پاکستان لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ. د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د دریو شل اوریزو نړیوالو لوبو په لړۍ کې د دویمې لوبې پچه هم د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو شل اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ. په دې لوبه کې هم پاکستاني توپ وهونکو ښه پيل ونکړ او یوازې عماد وسیم پکې تر ټولو زیاتې ۶۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د افغان توپ اچوونکو له ډلې بیا فضل الحق فاروقي د ۱۹ منډو په ورکول سره دوه د پیل لوبغاړي وسځول.
































