د پاکستان پر وړاندې په شل اووریز کرکټ کې د افغانستان تر تاریخي بریا وروسته کرکټ بورډ ملي لوبډلې لوبغاړو انعامونه اعلان کړل. افغانستان د شل اووریز نړۍوال کرکټ ددریېو لوبو لوبلړۍ دویمه لوبه کې هم پاکستان ته په ماتې ورکولو سره ددریو لوبو لړۍ یې وګټله. د افغانستان په کوربه توب دا لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې روانې دي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستان څخه لوبلړۍ ګټي. تر یادې تاریخي بریا وروسته د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ملي لوبغاړو او د هغوی مدیره پلاوي ته انعامونه اعلان کړل هغه وویل، چې هر ملي لوبغاړي ته چې په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شتون لري، یو آیفون موبایل او درې، درې زره امریکایي ډالر، ریزرف لوبغاړو ته دوه دوه زره امریکایي ډالر او او اداري پلاوي غړو ته چې له لوبډلې سره ملتیا کوي، زر زر امریکایي ډالر انعام ورکوي.
































