د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې قابلهګانو ته د مسلکي زدهکړې د پروګرامونو د پیلېدو خبر ورکوي. د افغانستان لپاره د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې، په لرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابلهګانو لپاره دي چې مسلکي زده کړې نهلري او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې د امیندوارۍ ښځو خدمتونو ته لاسرسی ولري. دې کمېشنرۍ نهدي ویلي چې دغه پروګرامونه به په کومو سیمو کې تطبیقوي او څومره ښځو ته به د قابلګۍ مسلکي زده کړې ورکوي، خو یوازې دومره یې ویلي چې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري. د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي و، د ۲۰۲۰ کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د زیږون پر مهال له یولک امیندوارو مېرمنو ۶۲۰ یې مړې شوې دي.
































