د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکوي. یونېسف ویلي چې، د سویډن د نړیوالې پراختیا د ادارې سیدا په مرسته یې په لغمان ولایت کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې او دوامداره اوبه برابرې کړې دي. یونېسف ویلي، تر ځمکې لاندې پاکو اوبو د رایستلو لپاره یې د برمو د اړتیا وړ برښنا لپاره څلور سوه سولري پنیلونه نصب کړي دي. یونېسف ویلي، پاکې اوبه د خلکو ژوند ژغوري.
































