د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال له ملي سوداګرو او پانګهوالو سره لېدلي دي. د ارګ پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې نوموړي په دې لېدنه کې ویلي، د افغانستان رغونه او اقتصادي پیاوړتیا د افغانانو په یووالي او په کور دننه پانګونې پورې تړلې ده. نوموړي پهدې لېدنه کې ډاډ ورکړی چې سرپرست حکومت له سوداګرو او پانګهوالو ملاتړ کوي او همداراز د هغوی ستونزې په اساسي ډول حلوي.
































