د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي دا څرګندونې دروغ دي چې ګواکي روسانو په افغانستان کې امریکایي ځواکونه په نښه کړي او یا یې هغو کسانو ته انعام ورکړی چې دوی امریکایي سرتېري ويشتلي دي. ډونالډ ټرمپ په تازه ټویټ پیغامونو کې ویلي، په دې اړه معلومات نه دي ورته رسېدلي خو باوري دی چې دا ادعا غلطه ده او نیویارک ټایمز ورځپاڼه باید خپله سرچینه افشا کړي که دا کار نه کوي نو راپور یې بې اساسه دی. نیویارک ټایمز یو راپور خپور کړ چې په هغه کې یې ویلي وو، روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکايي ځواکونو د وژلو پر سر انعام ټاکلی. روسیې او طالبانو هم دغه ادعا رد کړې ده. اوس ټرمپ هم وايي چې تېر کال یې د سرتېرو تلفات بیخي کم و او دغه ډول راپورونه بې بنسټه دي.
































