د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، نن یې په کابل کې ۴ روغتونونو ته په زړه سوري ۱۸ ماشومان د عملیات او درملنې لپاره معرفي کړي دي. د دې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوۍ ویلي، دا ماشومان د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي. د شرفزوۍ په خبره، د دې ماشومانو درملنه وړیا کېږي، خو لګښت یې د افغاني سرې میاشتې ټولنه ورکوي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، په زړه سوري د هر ماشوم په درملنه له ۸۰۰ امریکايي ډالرو تر ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو لګښت راځي. تېره اونۍ هم دې دې ټولنې ۱۸ په زړه سوري ماشومان کابل کې یو شمېر روغتونونو ته درملنې او عملیات لپاره معرفي کړي وو.
































