د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروگرام وايي، دوی په دغه هېواد کې د مرستو لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي او راتلونکې میاشت له ۱۳ میلیونه اړو وګړو يوازې څلورو میلیونو ته مرستې رسولی شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحيد الله اماني وايي، روان زېږدیز کال دغه سازمان د بودجې له کمښت سره مخ دی او له دې امله په هېواد کې د خوراکي توکو د مرستو کچه کموي نوموړی وايي راتلونکې میاشت ډبليو ايف پي په پام کې لري چې ۱۳ ميليونه اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي، خو که نوې مالي سرچینې په واک کې ورنکړل شي، نو یوازې څلور میلیونه وګړو ته به مرستې ورسوي. هغه زياته کړه، د دې لپاره چې په راتلونکې اپرېل میاشت کې ۱۳ میلیون وګړو ته مرستې ورسول شي، نو ۹۳ میلیونه ډالر او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتيا ده.
































