پاکستان د کرکټ په درېیمه شل نړۍواله شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه، خو افغانستان ددرېیو لوبو لړۍ دوه پر یو وګټله. د دواړو هېوادونو ترمنځ ددرېیو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه. د دریېمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، پاکستانیو لوبغاړو د تېرو دوو لوبو په پرتله داځل ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ. د ملي لوبډلې له لوري مجیب الرحمن ځدراڼ دوه، فاروقي، راشد خان، فرید ملک، کریم جنت او عظمت الله عمرزي یو یو لوبغاړی وسوځولو. افغان توپوهونکو دا ځل سمه لوبه ونه کړه او یو پر بل پسې یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، ملي لوبډله په نولسم اوور کې په ۱۱۶ منډو وسوځېدله او دغه راز پاکستان دا لوبه د ۶۶ منډو په ستر توپیر سره وګټله. که څه هم پاکستان دا لوبه وګټله ، خو دلومړیو دوو لوبو ګټلو سره ددرېیو لوبو لوبلړۍ ګټلې وه او د بریا جام یا کپ ورکړل شو.
































