د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري رییس په مشرۍ یو پلاوی د تاجکستان بدخشان ولایت ته تللی او د بدخشان ولایت په خاروغ ښار کې یې د افغانستان له کونسلګرۍ نه لیدنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي چې تاجکستان ته د سرپرست حکومت د دغه پلاوي د سفر موخه، د دغې کونسلګرۍ د کارونو ارزول او د ستونزو له منځه وړل او د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ رامنځته کول دي. خو په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکي وایي، چې د تاجکستان بدخشان ولایت ته د سرپرست حکومت د پلاوي له سفره خبر نه دي. د بهرنیو چاروز وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه سرپرست حکومت د نړۍ څوارلسو هېوادونو ته خپل ډيپلوماټان استولي او په نورو هېوادونو کې د سفارتونو او کونسلګریو د ورسپارل کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.
































