د سټنډرډ ملي اداره وايي له ايرانه وارد شوي نهه ټانکره بې کيفيته ډيزل يې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندر څخه بېرته ایران ته ګرځولي دي. د سټنډرډ ملي ادارې ویاند عاشق الله وزيري ویلي چې دغه اداره هېواد ته د بې کيفيته توکو د وارداتو مخنيوي کلک هوډ لري. وزيري له ټولو سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي. د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د تېرې كب میاشتې په ۲۴مه هم ویلي و چې له ایرانه وارد شوي ۱۸ تانکره بې کیفیته تېل د فراه او نیمروز له بندرونو بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي. له دې مخکې هم څو ځله بې کيفيته تېل ایران ته ګرځول شوي او په دې لړ کې د تېرې کب میاشتې په ۱۵مه هم له ایرانه وارد شوي ۷۹ ټانکره بې کيفيته ډېزل د هرات له اسلام کلا بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي وو.
































