د فاریاب د پوهنې ریاست مسولین وايي، چې د دې ولایت په دولت اباد او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو لپاره دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. دغه ښوونځي د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د ۱۱میلیونه افغانیو په ارزښت د اکتید دفتر د کلیو د پراختیا پروګرام له لارې جوړ شوي دي. دغه راز د فاریاب ولایت پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۵۵۰ فعالو ښوونځیو له ډلې ۱۸۵ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په جوماتونو، تر خېمو او ونو لاندې په ازاده فضا کې په بد حالت زدهکړې کوي.
































