د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د قطر د شاهي کورنۍ غړي حمد بن عبدالله بن محمد الثاني په مالي لګښت د يوې مدرسې، ښوونځي او روغتيايي مرکز رغولو چارې پيل شوې. بهرامچه د هلمند د مرکز جنوب لور ته په ۳۰۰ کېلومترۍ کې لرې پرته سرحدي ولسوالي ده چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او اکثریت خلک یې په سوداګرۍ بوخت دي. د هلمند چارواکي وايي چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې زرګونو کورنیو ته پوهنیز او روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
































