د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې د علم دروازې باید د ښځو په ګډون د هیچا پر مخ ونه تړل شي. نوموړي دا څرګندونې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغانستان له کونسلګرۍ څخه دلیدنې پر مهال کړې دي. هغه زیاته کړې چې په علم کې د دیني او دنیاوي علم تر منځ توپیر نه شته، ټول همدا یو علم دی چې د دین د تقویې لپاره هم اړین دي. په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګري تېره اونۍ سرپرست حکومت ته په رسمي ډول وسپارل شوه او خپل استازی یې ورا استولی دی. ستانکزی وايي، دی او ملګري یې هڅه کوي چې د نجونو او هلکانو پر مخ د زدهکړو دروازې پرانیستل شي. د نوموړي په وینا په همدې لړ کې یې د سرپرست حکومت له مشرتابه سره تل خبرې کړې او په خبره یې د نجونو پر مخ د افغانستان تعلیمي ادارو تړل شوې دراوزې موقتي پرېکړه ده.
































