د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار کړی او وایي چې دا د بشري حقونو موضوع ده. وېسټ په واشنګټن کې د ایټالیا سفارت په نوښت یوې غونډې ته چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ګډون پکې یو شمېر دیپلوماتانو هم برخه لرله، ویلي چې د افغانستان او د افغانستان د نفوس پر نیمايي برخه تمرکز باید وساتل شي. د یادونې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته تر امر ثاني پورې د ښوونځیو دروازې وتړلې، ورپسې یې د ښځینه محصلینو لپاره د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې، چې نږدې د یوه نیم کال له تېرېدو وروسته هم د ګڼ شمېر افغانانو، بشري حقونو او ښځو حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې له پرلپسې غوښتنو سره سره نه دي پرانیستل شوې.
































