د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ له ګټلو وروسته نن سهار هېواد ته راستانه شول او ځینې نور یې، د هند د IPL لوبو لپاره دغه هېواد ته رسېدلي دي. د افغانستان کرکټ بورډ د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب وکړ چې پکې افغان لوبدلې د بې سارو لوبو پر مټ په لومړیو دوه سیالیو کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې او دغه لوبلړۍ کې ۲-۱ تاریخي بریا خپله کړه.
































