د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې د دوی د سرپناه مرستې روانې دي، چې وروستیو طبیعي افتونو ځپلي دي. دغې ادارې پرون د بلخ ولایت په خلم، شولګرې او مزارشریف کې ۲۲۳ کورنیو ته نغدي مرستې کړي، چې ځانونو ته سرپناوې برابرې کړي. د کډوالۍ نړیوال سازمان په خبره دغه راز ۲۷۲ کورنیو ته د دې لپاره نغدي مرستې ورکړل شوي، چې خپلې سرپناوې ورغوي.
































