روان کال به افغانستان او ازبکستان د ترمز – مزارشریف کابل – پېښور ترمنځ د رېل پټلۍ پر غځولو کار پیل او د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا پروژه به بشپړه کړي. د سرپرست حکومت ویاند پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان او ازبکستان به په روان ۱۴۰۲ لمريز کال کې د یو ګډ تفاهم پر اساس، په ځینو سکټوري برخو او لویو پروژو کې یو ځای کار وکړي. هغه د ترمز – مزارشریف، کابل او پېښور ترمنځ د رېل پټلۍ غځولو او د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا پروژې د دواړو هېوادونو د ګډو پروژو په توګه يادې کړې دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې دواړو هېوادونو د پراختيايي پروژو سوداګرۍ د اوبو مدیریت کرنې او د سیمه ییز اتصال کاري برخو کې د ګډو تخنيکي کمېټو پر جوړولو هوکړه کړې ده. نوموړی وايي ازبکستان ډاډ څرګند کړی چې افغانستان ته به د صادارتي برېښنا کچې ته د قرارداد مطابق دوام ورکوي او په نږدې راتلونکي کې به په کابل مزارشریف او ترمز کې د دواړو هېوادونو د تولیدي توکو یو نندارتون هم جوړ شي.
































