د امریکا د ټنیسي ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له مرګونې پېښې وروسته د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن د کانګرس له غړو غوښتي چې د ګرمو وسلو د جوازونو پر صادرولو بندیز تصویب کړي. جوبایډن ټینګار کړی چې دا موضوع یې څو ځله د کانګرس له غړو سره مطرح کړې ده، خو تر اوسه یې کوم اقدام نه دی کړی. بایډن د نشویل په یوه ښوونځي کې د وروستۍ پېښې غندنه کړې ده. په دغه پېښه کې شپږ تنه ووژل شول. بایډن ویلي، چې په ښوونځیو کې د ماشومانو د ساتنې لپاره باید جدي هڅې وشي.
































