د ملګرو ملتونو د بشپرپاله مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د باران شدید ورښت او د سېلابونو راتلو کابو ۶۴۵ کورونه زیانمن کړي دي. اوچا په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې مرسته رسوونکي بنسټونه د زیانمنو سیمو د ارزونې په حال کې دي او د اړتیا په صورت کې به مرسته وکړي. اوچا زیاتوي چې محدوده بودیجه د مرستې د زیاتوالي لپاره د هغوی وړتیا محدوده وي.
































