د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي په حکومت کې داسې کړۍ فعالیت کوي چې د سولې لپاره خنډونه جوړوي او په خبره یې په فساد ککړې دي. نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې حکومت په فساد کې ښکېل دی خو ښه به وي چې د هدفي وژنو او روانو جنایتونو مخه ونیسي. حکمتیار همدا راز وویل چې د ولسمشر غني حکومت له دوی سره د سولې پر شوې هوکړه هېڅ راز عمل نه دی کړی او ددوی زرګونه کسان لا هم په زندانونو کې بندیان دي. هغه د سولې په اړه هم وویل چې افغان چارواکي تر اوسه په خپلو کې سره مخالف دي، ناندرۍ یې روانې کړې دي، د پلاوي او بین الافغاني خبرو لپاره په تیاري نه دی بریالی شوی نو داسې ښکاري چې دوی د سولې لپاره اړین او پر وخت ګامونه نه دي اوچت کړي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې د دولت عالي شورا دې رامنځ ته شي او په هغه کې دې سیاسي څېرو او ګوندونو ته برخه ورکړل شي څو هېواد له اوسني وضعیت وژغوري.
































