د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان د سیند ایالت له زندانونو ۱۷ افغان کډوال خوشې شوي دي. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغه ۱۷ افغانان چې پخوا د پاکستان د سیند ایالت د لرکانې د پولیسو له خوا نیول شوي وو، د دغه ایالت د استیناف محکمې د حکم پر اساس له بند څخه خوشې شول. ټاکل شوې چې خوشي شوي کسان په پاکستان کې د افغان ډيپلوماتیک بنسټونو په همکارۍ د سپين بولدک له لارې خپل هېواد ته ولېږدول شي.
































