دانرژۍ او اوبو وزارت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس وایي، د اوبو لګولو د يوه کانال دجوړولو کار چې ١٣٧٥ متره اوږدوالى لري؛ د ۱۷۵ زره ډالرو په ارزښت د خوست ولایت د علي شیر ولسوالۍ په خادمي سیمه کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هغه په وينا، د دې پروژې کار د شمل خرم سمندري حوزې په تخنيکي همکارۍ او د سويس د پراختيايي مرستو ادارې په مالي مرسته د څلورو مياشتو په موده کې بشپړ شو.
د يادونې وړ ده، چې ياد شوى کانال د ١٣٢٠ جريبه کرنيزو ځمکو د خړوبولو ظرفيت لري. روښان
































