د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په نورستان ولايت کې د مشفي او مليل روغتيايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او په ورته مهال کې يې د قابله ګۍ له ښوونځي څخه (۱۶) نجونو د فراغت مراسم تر سره کړل. د دې بنسټيز روغتيايي مرکز د ودانۍ چارې په لويديځ نورګرام ولسوالۍ کې د اوو مياشتو په موده کې د ابادي پروژې تر چتر لاندې د ۲۱ ميليونه افغانۍ په مالي لګښت د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام له لوري ترسره شوې. له ياد روغتيايي مرکز څخه به له ۳۰ زرو پورته وګړي چې نيمه برخه يې ښځې او نجونې دي، ګټه پورته کړي. همدا راز به دا فارغې قابله ګانې په کامدېش، پارون، وايګل، دواب، واما او منډول ولسواليو کې خلکو ته روغتيايي استانتياوې برابرې کړي. د قابله ګۍ دا ښوونځی د کورنۍ روغتيا ځالې پروژې تر چتر لاندې، د ۲۶ مياشتو په موده کې، د UNFPA په مالي مرسته بشپړ شو.
































