اسوشیټېډ پرېس د خبر له مخې، د فیلیپین د ټاپوګانو په منځ کې په یوه کښتۍ کې چې ۲۵۰ مسافر او عمله پکې سپاره وو، د اور لګېدنې په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او اووه نور لادرکه دي. د راپور له مخې، د پیښې څخه ځینې ژوندي پاتې کسان د ساحل ساتونکو، سمندري ځواکونو او ځایي کب نیونکو لخوا ژغورل شوي دي.
































