اروپايي ټولنې له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام پرون کابل ته د سل ټنه طبي مرستو او درملو یوه بله بسته هم را لېږلې ده. اروپايي ټولنې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د یادولو وړ ده، چې اروپایي ټولنې له دې وړاندې هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره د طبي وسایلو او درملو مرستې کړې دي.
































