د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې هغه نجونې چې له زده کړو بې برخې دي، هیله مندي له لاسه ورکوي. یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي چې په مارچ میاشت کې د ښوونیز کال له پیل سره نجونې هیله مندې وې چې له خپلو وروڼو سره ښوونځي ته ستانې شي. په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د پرله پسې دریم کال لپاره منځني ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي.
































