د ملي دفاع وزارت وايي، ۱۰۵۰ میله بېلابېل ډوله وسلې له ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي. دغه وزارت وايي، د ۲۰۵ اتل قول اردو تر مدیریت لاندې ورکشاپ کې یې ۱۰۵۰ میله بېلابېل ډوله پوځي وسلې د تجربه لرونکي تخنیکي ټیم په مرسته ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې دي. په دغو وسلو کې روسي او امریکايي دهشکې، راکټونه، کلاشینکوفونه او یوه زیاته اندازه نورې وسلې شاملې دي. دغه وزارت زياته کړه، چې د ملي دفاع وزارت په ساحوي او مرکزي ورکشاپونو کې د بېلابېلو وسايطو او وسلو د ترميم کار دوام لري.
































