د خوست شیخ زاید پوهنتون په تدریسي روغتون کې د نوې طبي ټکنالوژۍ د یو شمېر نورو وسایلو د فعالېدو په تعقیب دا ځل د (ایمارای) او (سيټي سکن) طبي ماشینونه هم فعال شول. روغتیايي کارکوونکي وايي، پخوا د خوست هغه ناروغان چې د ناروغیو تشخیص يې دې ټکنالوژۍ ته اړتیا درلوده، اړ وو چې کابل یا له هغې وړاندې پاکستان ته ولاړ شي. یاد طبي ماشینونه د هغې مرستې یوه برخه ده، چې پنځه کاله مخکې د متحده عربي اماراتو د شیخ زاید بنسټ د خوست تدریسي روغتون ته ورکړې وه، خو د اړتیا سره، سره تر اوسه نه وو فعال شوي. د شیخ زاید پوهنتون د تدریسي روغتون مسوولین وايي، چې څو ورځې وروسته به په ورته توګه، دې روغتون کې د انجیوګرافي ماشین او هغه ماشین چې د هغې په واسطه د پښتورګو تیږې ماتیږي هم فعال شي.د دوی په وینا هره ورځ به په منځني ډول لس ناروغان په سيټي سکن او لس ناروغان په ایمارای ماشينونو کتل کېږي او پنځو ناروغانو ته به هم انجیوګرافي کېږي.
































