د مارچ په ۲۳مه نېټه د امريکا د استازو جرګې د انرژۍ او سوداګرۍ کمېټې د دولتي امنيت او د انترنيټ کاروونکو د شخصي معلوماتو په عنوان د ګواهي اورېدو بهير ترسره کړ چې د څه باندې پنځو ساعتونو لپاره يې دوام درلود. دغه هېواد د پارلمان غړو د ټيک ټاک شرکت له لوړ پوړي اجرایوي مدير څخه څه باندې دوه سوه پوښتنې وکړې او په دې اند دي چې ټيک ټاک د چين د حکومت د جاسوسۍ وسيله ده او له دې لارې د هر امریکايي شخصي معلومات غلا کولی شي. له دې نه مخکې د امریکا حکومت د دولتي امنيت په پلمه په حکومتي ادارو او څانګو کې ټيک ټاک منع کړی دی. اوس هغوی غواړي چې ټيک ټاک اپلکېشېن کارول په بشپړه توګه منع کړي. په دې هکله په چین کې افغان دوکتورا محصل نصير احمد جلالي د چین د ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې ويلي چې امريکا تل هڅه کړې چې په هر ډګر کې قدرمند پاتې شي او د چین پرمختګ نه شي زغملی.
د ده په اند د تخنيک له لحاظه هر هېواد مسؤليت لري چې په کمپيوتري سيستم کې خپل خلک او د دوی مربوطه معلومات خوندي وساتي. په دې سيستم کې امنیت او خوندیتوب ډېره حساسه موضوع ده او باید د یوه استفاده کوونکي شخصي معلومات چي(PII) Personal Identity Information په نوم یادېږي، خوندي وساتل شي او له یو ځای نه بل ځای ته(د هېواد نه بیرون) انتقال نشي، خو پر ټيک ټاک د امريکا د بنديز لګولو لامل ممکن سیاسي ګټې ولري. په وروستيو کې د چين او امريکا ترمنځ سياسي اړيکې يو څه پيکه شوې، نو امريکا غواړي چې له هر ممکنه لارو چارو پر چين بنديزونه ولګوي او ور باندې فشارونه راوړي.
د امريکا د حکومت د بنديزونو تر فشارونو لاندې ټيک ټاک شرکت د امريکايي کاروونکو د شخصي ډيتا د امنيت د ساتلو لپاره په وروستيو کې يو ميليارډ او پنځه سوه ميليونه ډالره پانګه اچولې او په دې هېواد کې يې د ډيتا د امنيت شرکت جوړ کړی، په ورته وخت کې يې د امريکا د (Oracle) په نوم له شرکت سره يو تړون لاسليک کړی چې له مخې يې د امريکايي کاروونکو ډيتا ټول په دې شرکت کې زېرمه شي او انجنير به يې د ټيک ټاک ويډيوګانې وڅاري.
په دې اړه ښاغلي جلالي داسې ويلي چې د ټیک ټاک شرکت دا کار د معلوماتو په خونديتوب کي يو مثبت ګام دی، ځګه د تخنيک له لحاظه هم د معلوماتو محلي کول د معلوماتو په خوندیتوب باندې ژوره اغېز لري، چي دا کار استفاده کوونکي او د امریکا حکومت باوري کوي څو د خپلو خلکو شخصي معلومات تر څارني لاندې ونیسي.
همدارنگه اوس په امريکا کې څه باندې ۱۵۰ ميليون کسان ټيک ټاک کاروي، که څه هم ټيکټاک د معلوماتو په خونديتوب کې ډېرې هڅې کړې، خو ډېر امریکايي تخنيکي شرکتونه ټيک ټاک د دوی سيال بولي او هم د امريکا د حکومت له خوا پر ټيک ټاک د بنديزونو لپاره هلې ځلې کوي. د دوی په اند د ټيک ټاک پرمختګ خپلو سوداګريزو ګټو ته زیانونه رسولي دي. د سوداګريزو ګټو د لټولو د يادونې په ترڅ کې ښاغلي جلالي داسې ويلي چې استفاده کوونکي تل د یو داسې شرکت اپلیکشن استفاده کولو ته لېواله وي چي هغه اپلیکیشن باید اسانه استفاده شي، مؤثریت ولري، ښه وظیفوي فعالیت ولري او با اعتماده وي. که نور امریکایي شرکتونه غواړي چې له ټيک ټاک سره سیالي وکړي، باید خپل غوره اپلیکشن او ښه خدمات د استفاده کوونکو د غوښتنې سره سم بازار ته واړندې کړي. د نورو لاملونو سربېره چې مخکې ما ورته اشاره وکړه یو یې همدا لامل هم ده چی امریکا غواړي په ټیک ټاک بندیز ولګوي څو یې د خپلو شرکتونو فعالیتونه زیات شي چې دا یې د هېواد پرمختګ په مختلفو برخو باندې مثبت اغېز درلودلای شي. نو ځکه امريکا پر ټيک ټاک بنديز لګول غواړي چې لامل خامخا د امريکايي تصديو له سوداګريزو ګټو سره تړاو لري.
بلخوا امريکا نه يوازې د سوداګريزو ګټو د ساتلو لپاره بلکې هم د بادارۍ د لټولو لپاره هڅه کوي. له دې نه مخکې امريکا د چين پر بل شرکت هوواوې بنديز لګولی چې اوس په ډېرو هېوادونو کې د دې شرکت تليفونونه نه شي اخيستل کېدای. امریکايي سياستوالو تل ويلي چې د چين پرمختګ د نورو هېوادونو پرمختګ ګواښلی دی. په دې اړه ښاغلي جلالي همدارنګه ویلي چې امریکا تل هڅه کړي چې په هر ډگر کې (اقتصادي، نظامي، سیاسي، تکنالوژي او داسې نور) قدرتمند پاتې شي نو ځکه د بل هېواد پرمختګ نشي زغملی او نه غواړي چې په راتلونکي کې د چین هېواد ورته د یو رقیب حیثیت ولري. خو زما په اند د یو هېواد پرمختګ به د بل هېواد پرمختګ ونه ګواښي بلکې که چېرې په صادقانه ډول سره کار وشي، یو پرمختللی هېواد کولای شي نور هېوادونو په ځانگړی ډول گاونډي هېوادونو پرمختګ باندې مثبت اغېز ولري.
































