د افغانستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه په اسلام اباد کې پیل شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې په ياده غونډه کې د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس، ډاکټر نېک ولي شاه مومن، د پولیو په برخه کې د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان او د یو شمېر نورو نړیوالو ادارو استازو ګډون کړی دی. د غونډې ګډونوال به په بشپړه توګه د پولیو د له منځه وړلو، د پولیو پروګرامونو د کیفیت پر ښه والي، ښې همغږۍ او راتلونکي پلانونو باندې بحث او خبرې اترې ترسره کړي دي.
































