د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وایي، چې د ملګرو ملتونو لخوا د لګول شویو محدودیتونو له امله له نړۍوالو سره د دوی د تعامل مخه نیولې ده. له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل. سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې د سیاسي کمېسیون غړو هم شتون درلود. په خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په دې کتنه کې وويل چې له افغانانو سره به د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام وکړي. نوموړې همدارنګه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو او تفاهم ټینګار وکړ زياته يې کړه، چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې هڅې وکړي. په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له بشري مرستو له کبله د مننې ترڅنګ وويل چې بشري مرستې بايد په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړل شي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د هېچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او نه به چاته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکړي.
































