جاپان او اروپايي ټولنې زرګونه افغانانو ته حرفوي زدهکړې ورکړې دي. د افغانستان لپاره د ملګروملتو پراختیايي اداره وايي، د جاپان او اروپايي ټولنې په مرسته یې په افغانستان کې ۵۶ زره ۵۰۰ تنو ته حرفوي زدهکړې ورکړي دي. د ملګروملتو دې ادارې پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، په دې پروګرام کې یې د ښځو او ماشومانو د ظرفیتونو لوړولو ته زیات پام کړی دی.
































