د ملګروملتو دوو ادارو په ګډه په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له ۲۴ مرکزونو سره د خوراکي توکو، طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه. د ملګروملتو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره (یو این او ډي سي) وايي چې، د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام په همکارۍ یې دا مرستې کړي دي. دا اداره وايي، په افغانستان کې درې نیم میلیونه تنه په نشه يي توکو روږدي دي او د دغه هېواد د معتادانو د درملنې په اکثرو مرکزونو کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله درمل او نورو ضروري شیان نه موندل کېږي. د ملګروملتو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، دې ډول مرستو ته به دوام ورکړي څو په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره اسانتیاوې ډېرې شي.
































