د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له لوري په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو وژونکو طالبانو ته د روسیې لخوا د انعام ورکولو ادعا ته د ټرمپ پر سطحي غبرګون توندې نیوکې کړې دي. نوموړې ویلي، داسې ښکاري چې ټرمپ له دې هر څه خبر دی ځکه چې د دې په خبره که چېرې داسې کومه مسئله نه وای نو ټرمپ باید د بې خبري ښودو پر ځای د یادې ادعا د څېړلو خبره کړې وای. نوموړې له ABC نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ټرمپ دا خبرونه جعلي بولي خو دومره نشي کولی ووایي چې دوی به یې وڅېړي. نوموړې زیاته کړې، نورې خبرې به وروسته کوي خو ټرمپ دې خبر وي چې دوی به دا ادعا په بشپړه توګه وڅېړي.
































