د دفاع وزارت لوی درستیز ادعا کړې، چې اوسمهال ۱۵۰ زره پرسونل لري او راتلونکي کال کې به يې شمېر ۱۷۰ زرو ته لوړشي. هغه د دغه پوځ د لګښتونو او د لګښتونو د سرچينو په تړاو جزئيات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې يې ده، چې دغه پوځ د دې جوګه دی چې په ټول هېواد کې امنیت خوندي کړي. د دفاع وزارت سرمفتش چې د پوځ د معیاري کولو دنده ور تر غاړې ده، پخوا ویلي و، چې د پوځ سرتېري یې ټول ط ال بان نه دي.
































