ټاکل شوې چې د هند سوداګریز لیګ کرکټ سیالۍ د افغانستان پر وخت نن ماښام شپږ نیمې بجې پیل شي. د هند کرکټ بورډ له خوا د شل اووریزو سیالیو دغه لیګ په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې پیل شوی دی. د معلوماتو له مخې په دغه لیک کې لس لوبډلې برخه لري او هره لوبډله به ۱۴ سیالۍ ترسره کوي. دغه سیالۍ هر کال ترسره کیږي چې د سږکال سیالۍ یې د افغانستان پر وخت نن ماښام شپږ نیمې بجې د ګجرات او چینای لوبډلو ترمنځ د لوبې په کولو سره پيليږي. ګجرات لوبډلې تېر کال او چینای لوبډلې وړم کال د یادو سياليو اتلولي ترلاسه کړې وه. دغه راز په دغه لیګ کې افغان لوبډلمشر راشد خان او بل ورو توپ اچوونکی نوراحمد لكڼوال، د ګجرات تايتنز لوبډلې فضل الحق فاروقي سن رايزرز حیدرآباد نوین الحق د لکڼو سوپر ګېنټس او رحمان الله ګربز د کلکتې نایټ رایدرز لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي. همدارنګه په دغو سیالیو کې پر افغان لوبغاړو سربېره د نړۍ د کرکټ مشهور لوبغاړي هم په بېلابېلو لوبډلو کې اخيستل شوي دي.
































