د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې که په امریکا کې بیا هم کوم ډیموکراټ ولسمشر واک ته ورسېږي له اروپا سره د دې هېواد اړیکې بېرته د پخوا په څېر عادي کېدو ته نشي راګرځېدلی. هغه زیاته کړې، اروپا سره د امریکا د اړیکو بیا رغېدل هیڅ امکان نلري. نوموړي ویلي، واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ له واک ته رسېدو سره له اروپا سره د امریکا اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي او د نوموړي په خبره، فکر نه کوي چې دا اړیکې بېرته عادي شي. ماس زیاته کړې، د ناټو تړون پر سر له اروپا سره د امریکا کشمکش د اړیکو د ترینګلتیا تر ټولو څرګند لامل دی.
































