د پاکستان په مالیې چارو کې د دولت وزيره عایشه غوث وايي چې د پیسو نړیوال صندوق پر پاکستان د باور نشتوالي له امله د پور هوکړه ځنډولې ده. پاکستانۍ رسنۍ دنیا نیوز پرون خبر ورکړی چې د دغه هېواد د مالیې په چارو کې د دولت وزیري عايشي غوث يادې څرګندونې د دغه هېواد د پارلمان یوې کمېټې ته کړې دي. سرچينې د هغې له قوله لیکلي د پیسو له نړیوال صندوق سره د پور په اړه موافقه د باور نه لرلو له امله ځنډېدلې ده. د پاکستان اقتصادي وضعيت خرابوالي په اړه مختلف راپورونه خپاره شوي چې دغه هېواد پورونو ته اړتيا لري او د دغه کار لپاره له ډېرې مودې راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق سره په خبرو بوخت دی. د سرچینې په وينا پاکستان حکومت ویلي چې له یاد صندوق څخه د شپږ نیم میلیارد ډالرو پور اخیستلو لپاره يې د دغه صندوق ځينې شرطونه هم پوره کړي دي خو تر اوسه یې پور نه دی ورکړی.
































