د هندوستان په یوه معبد کې د څاه چت لوېدو له امله ۳۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. روېټرز خبري اژانس نن خبر خپور کړی چې د هندوستان د انډور ښار د يوه معبد په داخل کې د څاه چت لوېدو پېښه کې ۳۵ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي. سرچينې د ځايي مسوولینو له قوله لیکلي چې دغه پېښه په معبد کې د ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې ده. د سرچینې په وينا د هندوستان لومړي وزير نریندرا مودي د يادې پېښې له قربانیانو سره د مرستې ژمنه کړې ده.
































