ترکيې په ناټو کې د فنلېنډ غړيتوب غوښتنلیک تصویب کړ او له دې سره به دغه هېواد د ناټو يودېرشم هېواد و اوسي. د بي بي سي ویلي، چې د ترکیې پارلمان په ناټو کې د فنلېنډ غړيتوب غوښتليک لپاره د تصویب رايه ورکړه او له دې وروسته به دغه هېواد د ناټو ۳۱ غړى و اوسي. سرچينې ليکلي چې فنلېنډ به اوس په رسمي توګه د ناټو په راتلونکې سرمشريزه کې چې د جولای په میاشت کې په لیتوانیا کې ترسره کيږي ګډون وکړي. د دغه خبر له مخې ترکیې د لویدیځ په دفاعي اتحاد کې د شاملېدو لپاره د فنلېنډ غړيتوب غوښتلینک د میاشتو لپاره ځنډولی و.
































