د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې بهرنیو پانګوالو افغانستان کې د کرنې، کانونو او هوايي ډګرونو په برخو کې ۲ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده. اقتصاد وزارت وايي، په هېواد کې د امنیت په ټینګېدو سره یې بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې دمالیې ټيټېدو، کاري جواز اخیستو او ځمکو وېش کې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې کولی شي په لویه کچه پانګونه وکړي. هاخوا بیا د صنعت او سوداګر وزارت وايي په تېر یوه کال کې نړیوالو پانګوالو د کرنې، کانونو او هوايي ډګرونو په برخه کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده. په ورته وخت کې بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، که د نړۍوالو له لوري د افغانستان په بانکي سیسټم لګول شوي بندیزونه لرې او د پانګونې ملاتړ وشي، په ډېرو برخو کې نړۍوال پانګوال دې ته تیار دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
































