د ا فغانستان د کرکټ ستوری راشد خان د هندوستان د کرکټ شل اووریزو سوداګریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. د هند سوداګریز لیګ کرکټ سیالۍ ( ای پي ایل) تېر ماښام د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نيمې بجې پيل شوې. د دې سیالیو لومړۍ لوبه د راشد خان د لوبډلې ګجرات او د چنایي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه یا ټاس د ګجرات لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د چنایي لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او ګجرات ته یې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ. د ګجرات افغان لوبغاړي راشد خان ډیره ښه توپ اچونه وکړه، په څلورو اورونو کې یې ۲۶ منډې وکړې او د چنایي دوه پیاوړي لوبغاړي وسوځول. د ګجرات لوبډلې یاد هدف په شلم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه یې وګټله. راشد خان په داسې حال کې چې د ګجرات لوبډلې ته په کمو توپونو زیاتې منډې پکار وې، په نولسم اوور کې یوه شپږیزه او یوه څلوریزه ووهله او لوبه یې خپلې لوبډلې ته اسانه کړه.
































