د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر اوسه د پاکستان له زندانونو تر زرو ډېر افغان پناه غوښتونکي خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي. دې وزارت پرون پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، یوازې په همدې ورځ ۱۷ تنه افغانان له خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. یاد وزارت وايي، په پاکستان کې د بندي افغانانو د خوشې کولو لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ډېرې هڅې کړې دي. له دې مخکې ویل شوي وو چې تر ۱۵۰۰ افغانان د پاکستان په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي چې ډېری برخه یې په کراچۍ کې بندیان دي.
































