په جوزجان او زابل کې د ناچاودو توکو له کبله درې تنه وژل شوي او شاوخوا اووه نور ټپیان دي. د جوزجان ولایت د امنیه قومنداني ویاند وايي، تېره ورځ د یاد ولایت په قوش تېپې ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. په همدې حال کې د زابل د امنیه قومنداني ویاند ذبیح الله زهیر ویلي چې په دغه ولایت کې هم د پخوانيو ناچاودو توکو د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د هغه په خبره، پېښه د سره غره د سرخوګانو په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د کوچیانو تراکتور پر خښ شوي ماین ور برابر شو.
































