د اروزګان د عامې روغتیا ریاست ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته په دغه ولایت کې لس روغتیايي مرکزونه پرانستل شوي دي. د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني ویلي چې دغه مرکزونه د اروزګان په چورې، چنارتو، چهارچینو، خاص اروزګان او دهراوود ولسوالیو کې جوړ شوي دي. د اروزګان ولايت د عامې روغتيا ریيس زياته کړه، چې د يادو مرکزونو په پرانيستلو سره به د خوارځواکۍ، نسايي او ولادي ناروغانو د درملنې، عمومي درملو، جراحۍ او رواني مشورې اسانتياوې رامنځته شوې دي. په اروزګان ولايت کې دا لس روغتيايي مرکزونه په داسې حال کې پرانيستل کېږي، چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې ډېرى ښاريان د روغتيايي مرکزونو او کافي طبي وسايلو له نشتوالي شکايت کوي.
































